Tag Archives: پاکستان

حنيف اتمر له پاکستانه د پنځو طالب بنديانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده

د افغانستان د ملي امنيت شورا ويلي دي، له پاکستاني چارواکو يې غوښتي، چي د طالبانو د ډلي هغه پنځه لوړپوړي چارواکي افغان حکومت ته وروسپاري، چي دمګړی په پاکستان کي بنديان دي. افغان او پاکستاني چارواکي د دواړو هېوادونو تر منځ د سولي د خبرو پيلولو په موخه يو لړ شرطونه يو بل ته وړاندي کړي دي، چي يو ...

Read More »

پاکستان ته د ولسمشر سفر د مشرانو جرګې له غبرګون سره مخ سوی دی

پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني احتمالي سفر، د مشرانو جرګې د ځينو غړو له غبرګون سره مخ سوی دی. ددغ جرګې يو شمېر غړو تېره يکشنبه د جرګې په عمومي غونډه کي وويل، پاکستان اوس هڅه کوي، چي ځان د نړيوالي ټولني له فشارونه ګوښه کړي، خو افغان حکومت ته پکار ده، چي په دغه حساس وخت کي، د ...

Read More »

وزيري: ټولي نړۍ منلې ده، چي پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی دی

ملي دفاع وزارت د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير څرګندوني رد کړې او وايي، اوس ټولي نړۍ منلې ده، چي پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی هيواد دى. د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري وايي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف د افغانستان په اړه له حقيقت لېري څرګندوني کړي دي او د نړيوالي ...

Read More »

پاکستان: د نواز شريف زوم د فساد د دوسيو په تړاو ونيول سو

د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شريف زوم په پاکستان کي د فساد ضد چارواکو لخوا، د فساد د دوسيو په تړاو ونيول سو. د کابينې غړي طلال چوهدري وويل، محمد صفدر پرون دوشنبه سهار له لندنه د اسلام اباد هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم، ونيول شو. صفدر څو ساعته مخکي تر دې، چي دی او مېرمن يې، ...

Read More »

پاکستاني ځواکونو يو ځل بيا پر ننګرهار ۲۸ توغندي توغولي دي

خبريال: مېلاد حميدي پاکستاني ځواکونو د ډيورنډ کرښي له ها غاړي پر ننګرهار ولايت يو ځل بيا ٢٨ توغندي توغولي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، چي دا توغندي د نازيانو ولسوالۍ پرمنځ ناو او نخترناو سيمو پرون مازديګر لګېدلي دي، خو د زيانونو په اړه يې معلومات نه درلودل. دوه ورځي مخکي په همداسي يو بريد ...

Read More »

ولسي جرګه د پاکستان وروستيو ژمنو ته د شک په سترګه ګوري

خبريال: سيد حميد هاشمي ولسي جرګه د افغانستان په اړه د پاکستان ژمنو ته د شک په سترګه ګوري او له ولسمشر اشرف غني غواړي، چي اوسنيو شرايطو ته په پام سره د ياد هېواد د پوځي چارواکو په غوښتنه دې پاکستان ته سفر ونه کړي. ولسمشر اشرف غني، يوه اوونۍ وړاندي د پاکستان له لوى درستيز جنرال قمر باجوه ...

Read More »

زاخېلوال: ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د سفر بلنه منلې ده

په اسلام اباد کي د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال وايي، چي  ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د سفر بلنه منلې ده. حضرت عمر زاخېلوال رسنيو ته وويل، د تېري يکشنبې په ورځ په کابل کي د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د ولسمشر سره په ليدنه کي نوموړي ته د پاکستان د حکومت لخوا پاکستان د ...

Read More »

په هيواد کي به تر ۲۰۱۷ کال پوري د پوليو ناروغي په بشپړ ډول له منځه ولاړه سي

خبريال: سيد حميد هاشمي په افغانستان کي د پوليو پروګرام د ارتباطاتو مسول وايي، چي په پوره توګه د عامه پو هاوي نه شتون او ځيني نوري ستونزي ددې سبب سوي دي، چي تراوسه په هيواد کي د پوليو مثبتي پېښي ليدل کيږي. د زياتو هڅو او کوښښو څخه راوروسته نژدې ده، چي افغانستان د هغه هيوادو په ډله کي ...

Read More »

ډنفورډ: کابل ته د پاکستان د لوی درستيز وروستی سفر هڅوونکی دی

د امريکا د پوځ لوی درستير جنرال جوزېف ډنفورډ وايي، د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې (ای-ايس-ای) او ترهګرو ډلو ترمنځ اړيکي موجودي دي. نوموړي دا خبره پرون سه شنبه د امريکا د سنا مجلس د وسله‌والو خدمتونو په کمېټه کي وکړه. جنرال جوزيف ډنفورډ، چي د امريکا ددفاع وزير سره‌يې په ګډه د افغانستان د امنيتي او سياسي وضعيت ...

Read More »

پاکستان: نواز شريف بياځلي د حاکم (مسلم ليګ) ګوند رئيس وټاکل سو

د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشريف يو ځل بيا د پاکستان د حاکم ګوند مسلم ليګ رئيس وټاکل سو. هغه د پاکستان د ستري محکمې له خوا د جولای پر اته ويشتمه له صدراعظمۍ لېري کړای شوی وو. د مسلم ليګ د رئيس په توګه نوازشريف يو ځل بيا وروسته له هغه ددغه ګوند په مقر کي انتخاب سو، چي پارلمان ...

Read More »