Tag Archives: افغان پوځيان

اجرائيه رئيس: امنيتي ځواکونه بايد مسلکي او غير سياسي وي

د حکومت اجرائيه رئيس د امنيتي ځواکونو پر مسلکي کولو او غير سياسي کېدو د ټينګار ترڅنګ وويل، د پرمختللو پوځي چارو زده کړه او مسلکي کول په هېواد کي د سولي د تحقق او امنيت خونديتوب لپاره اغېزمن دي. ډاکتر عبدالله عبدالله دغه مطلب پرون د کابل په پوځي تعليمي مرکز کي د ځوانو افسرانو د صحرايي تمرينونو او ...

Read More »

په سويل ختيځو سيمو کي مخالفينو د جګړې توان له لاسه ورکړی دی

د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، چي د افغانستان په سويل ختيځو سيمو کي د دولت وسله والو مخالفينو له افغان امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، نو ځکه يې چاودنو او ځانمرګو بريدونو ته مخه کړې ده. دوی زياتوي، افغان امنيتي ځواکونه له دفاعي حالته تعرضي حالت ته داخل سوي او نه پرېږدي، چي ...

Read More »

کندز: د وسله والو طالبانو مهم پټنځايونه له منځه وړل سوي دي

خبريال: نور ګل (اندړوال) په کندزکي روان چاڼيز عمليات دامام صاحب او ګل تپې ولسواليو ته وغځېدل. د پوځ چارواکي وايي، چي د شپنيو عملياتو پرمهال يې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی يوه اندازه وسلې، وسايط او مهم مرچلونه يې له منځه وړي دي. هاخوا طالب وياند بيا مقابل لوري ته د شپږو سرتيرو ...

Read More »

کندهار کي د لسګونو ځوانانو څخه د افسرۍ ازموينه واخيستل سوه

خبريال: سيد داود قادري د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کي د لسګونو هغو ځوانانو څخه د افسرۍ ازموينه واخيستل سوه، چي له دولسم ټولګۍ څخه فارغه سوي وه. دوی وايي، افغانستان قوي اردو ته اړتيا لري، نو لازمه ده، چي په تعليم پوه کسان او وړ کسان د ملي اردو ليکو ته راسي او خپل هيواد ته خدمت ...

Read More »

کندهار: په بېلابېلو نظامي عملياتو کي ۲۰ وسله وال مخالفين وژل سوي دي

د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو په تيرو ۲۴ ساعتونو کي د جنوبي حوزې په کچه په عملياتو کي د ۲۰وسله والو د وژلو خبر ورکوي. له دغه نظامي مرکز څخه هيواد ټلويزيون ته په را استول سوي خبر پاڼه کي ويل سوي، چي دغه عمليات د کندهار د يو شمير ولسواليو تر څنګ د زابل په شاه ...

Read More »

اقسای: د يمګان او وردوج ولسواليو د بيرته نيولو لپاره اضافي سرتېرو ته اړتيا ده

د بدخشان امنيه قوماندان، جنرال عبدالخالق اقسای له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه، چي د يمګان او وردوج ولسواليو د بېرته نيولو لپاره اضافي ځواکونه ور واستوي. هغه وايي، چي د يمګان او وردوج ولسواليو د بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات به ژر پېل شي. د بدخشان امنيه قوماندان زياته کړه، چي په دواړو ولسواليو کي د وسله والو طالبانو ترڅنګ، ...

Read More »

جوزيف: د افغانستان په جګړه کي مثبت بدلونونه رامنځ ته شوي دي

د منځني ختيځ لپاره د امريکا د پوځ لوړ رتبه قوماندان وايي، امريکايي پوځيانو په افغانستان کي د افغان پوځ له کنډکونو سره کار پيل کړی، څو هغوی په راتلونکي کال کي د طالبانو پر ضد پراخو تهاجمي عملياتو ته چمتو کړي او په دې کي به د ۱۶ کلني جګړې په ټپه ولاړ لوری بدل کړي. جنرال جوزيف، چي ...

Read More »

هلمند: ګرشک کي د پيل شوو عملياتو پرمهال ۹۳ وسله وال وژل سوي دي

راپور: جواد داوري د هلمند سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي، چي په ګرشک ولسوالۍ کي د پيل شوو عملياتو په ترڅ کي تر اوسه ٩٣ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. خو طالبان بيا د امنيتي چارواکو ياده ادعا ردوي. د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي، چي دوې اوونۍ وړاندي په دې ولسوالۍ کي چاڼيز ...

Read More »

مشرانو جرګه: حکومت بايد هلمند کي پر افغان پوځيانو د بمبار پېښه دقيقه وڅېړي

د افغانستان مشرانو جرګې له حکومته وغوښتل، چي په هلمند کي پر افغان پوځيانو د بمبار پېښه په جدي توګه وڅېړي. د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار، ددې جرګې په عمومي غونډه کي وويل، په کومه سيمه کي چي حکومت کنټرول لري، داسي پېښي د زغم وړ نه دي. ښاغلی ايزديار وايي، زه هيله لرم، چي دا پېښه ...

Read More »