د هلمند پخواني امنیه قومندان د طالبانو وروستۍ ادعا رده کړه

د وسله والو طالبانو ویاند تیره ورځ‌ له رسنیو سره په خبرو کي ادعا کړي وه چي کسانو یې د استخباراتي معلوماتو په اساس د هلمند پخوانی امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ نیولی دی.

دوی ویلي وو، چي دمګړی یې نوموړی نامعلوم ځای ته لېږدولی دی او وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

خو عبدالرحمن سرجنګ نن د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره د طالبانو دغه ادعا رد کړه.

دده په وینا په دې اړه په رسنیو کي خپاره سوي راپورونه ناسم دي.

سرجنګ وايي چې اوسمهال په هند کې دی او ژر به هېواد ته راستون سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...