د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به د جلال اباد د کونسلګرۍ تر څنګ پر ګڼو موضوعاتو له افغان اړخ سره خبري کوي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخي محمود قریشي به نن کابل ته راځي او دلته به له ولسمشر غني، اجرایه رییس او بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره کتنه ولري.
دوی به په دغه کتنه کي، د سولي، ترهګرۍ ضد مبارزې، دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، ګډو اقتصادي مسایلو او نورو مواردو باندې بحث ولړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به همدا راز د ډیورنډ د ستونزي او په دغه برخه کي د ترهګرو پر تګ راتګ هم له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
هغه به همدا راز د دوه اړخیزو اړکو په اړه د خبرو په ترڅ کي په جلال اباد کي ددغه هیواد د تړل سوي کونسلګرۍ په اړه هم خبري وکړي.
دغه کونسلګري څو اونۍ وړاندي تړل سوې ده، چي تر نن پورې تړلي ده او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون