لغمان کي د ترافیکي پیښي له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په لغمان ولايت کي د ترافيکي پېښي له امله ٧ تنه مړه سوي او لس نور ژوبل دي.
د لغمان ولايت له مقام څخه په رالیږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي نن غرمه شاوخوا يوولس نيمي بجي د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د قرغيو ولسوالۍ د سرکونډو بابا سيمه کي د خاورو چلولو يو موتر او يوې بکسه ډوله موټر ترمنځ ټکر سوى دى.
سرچينه زياتوي، د دې ټکر له امله ٧ نارينه مړه سوي چي د ٣ تنو جسدونه د هويت د ناڅرګندتيا له امله د لغمان د عامې روغتون په روغتون کي پراته دي او د څلورو نورو جسدونه ننګرهار ته انتقال سوي دي.
سرچينه کاږي، په دې پېښه کي د يوې میرمني په ګډون لس تنه ټپيان سوي هم دي چي د کاکڅ په کلينيک تر لومړنۍ درملني وروسته ننګرهار ته لېږدول سوي دي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...