د کلیفورنیا امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چي یوه وسله وال د خپلي مېرمني په ګډون پنځه کسه وژلي دي.
وسله وال په یوه پلورنځي کي لومړی پر خپله میرمن او دوو نورو کسانو برید کړی دی، بیا یې د تېښتي پر مهال دوه کسه نور ویشتلي دي.
پر لار یې غوښتي چي یوه میرمن او ماشوم یې هم په موټر ووهي خو نه دی بریالی سوی.
شکمن کس له تښتي وروسته د پولیسو تر تعقیب لاندي و، خو تر نیول کیدو مخکي یې ځان هم وژلی دی.
امنیتي سرچیني وایي دوی د پېښي پلټنه پیل کړې ده او نور معلومات به وروسته له خلکو سره شریک کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون