د امریکايي حکومت چارواکو ویلي د جرمونو نړیوالي محکمې خپل کار ته ادامه ورکړې ده او دوی ته یې ځيني اسناد هم سپارلي دي.
د امریکا یوه پخواني ديپلومات ډیویډ سکافر ویلي، د جرمونو نړیوالي محکمي په خپل ليست کي ۸۸ امریکایان شامل کړي دي.
دغو کسانو په افغانستان کي د سي ای اي په مرکزونو کي بندیان ځورولي، شکنجه کړي او په زور یې له دوی اقرار اخیستی دی.
دغه امریکایي ديپلومات ویلي د جرمونو نړیواله محکمه پر خپلو خبرو ولاړه ده او هڅه کوي دغه قیضیې وڅېړي. ډېوېډ همدا راز وايي چي دوی نه یوازي په افغانستان بلکي، په لیتوانیا، رومانیا او نورو هېوادونو کي هم د امریکايي سرتیرو د جنګي جرمونو پلټني پيل کړې دی.
دده په خبره د جرمونو نړیوالي محکمي د طالبانو د جنګي جنایتونو دوسیې هم پرانیستي دي او ښایي په هغه کي هم د ګڼو کسانو د جرمونو پلټنه وسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون