د لوی ملي ائتلاف غړي وایي، چي حکومت او بهرنیان له شفافو ټاکنو ویره لري او که په ټاکنو کي د حکومت مداخلي همداسي دوام ولري د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنو د مدیریت لپاره بیا د یوې بې طرفي ادارې د رامنځ ته کولو اړتیا لیدل کیږي.
خو د لوی ملي ائتلاف غړي بیا له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره د بن کنفرانس او عنعنوي لویي جرګې له لاري د موقتي ادارې د رامنځ ته کولو غوښتنه کوي.
په ورته مهال د ولسي جرګې استازي او د لوی ملي ائتلاف ځيني نور غړي وایي، چي حکومت د ټاکنو او امنیت په مدیریت، له وسله والو طالبانو سره د سولي په مذاکراتو او ګڼو نورو برخو کي پاته راغلی، نو پکار ده، چي له دغسي وضعیت څخه د وتلو لپاره د بن کنفرانس، یا عنعنوي لویي جرګې له لاري د موقتي ادارې پر رامنځ ته کولو غور وسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون