سوداګر وایي له دوو میاشتو راپه دېخوا د هیواد په تجارتي بندرونو کي په غیرقانوني ډول محصول لوړ سوی چي امله یې سوداګرو سخت مالي زیانونه لیدلي او په بازار کي د خوراکي توکو په ګډون د ټولو توکو په نرخونو کي لوړوالی راغلی.
افغان سوداګر خبرداری ورکوي، چي که حکومت په ګمرکونو او تجارتي بندرونو کي د غیرقانوني مالیې مخه ونه نیسي، نو د اعتراض په ډول به هیواد ته واردات بند کړي.
افغان سوداګر وایي، د ګمرکي تعرفې او محصول په نوم په څو ولایتونو کي ترې پیسي اخستل کیږي.
سوداګر وایي، چي حکومت په ګمرکونو کي محصول ددې لپاره لوړ کړی، چي د عوایدو ټاکل سوی هدف پوره کړي، خو تیره اونۍ د مالیې وزارت مسولانو ویلي وو چي پر وارداتو محصول نه دی لوړ سوی، بلکي په تجارتي بندرونو او ګمرکاتو کي یو لړ تازه اصلاحات رامنځ ته سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون