څو مياشتي مخکي وسله والو طالبانو د غزني پر اندړو ولسوالۍ بريد وکړ، د پکتيکا لويه لاره يې هم وتړله چي لا هم دا لويه لاره په پاخه سړک تړل سوې او خلک اوس پر خامه لارو تګ راتګ کوي. د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال ادعا کوي چي سيمه ييزو چارواکي غواړي په لوي لاس ولسوالي وسله والو طالبانو ته.
د نوموړي په وينا، دوى اوس مهال دوی د ولسوالۍ په مرکز کي دي او شاوخوا سيمي ټولي د طالبانو په لاس کي دي.
د ولسوال په خبره، تر اوسه دې ولسوالۍ ته هېڅ اکمالات نه دي سوي او که وضعیت همداسي دوام ومومي نو لري نه ده سقوط وکړي.
يسيوال وويل، د غزني سیمه يیز چارواکي مرکز ته غلط راپور ورکوي.
هغه پر ولسمشر او اجراييه رييس غږ وکړ چي د دوى غم وخوري، ځکه چي ولسوالۍ محاصره ده او ځايي چارواکي ورسره مرسته نه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون