د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کي د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کي د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان ضیا الدین خوشنود ووژل سو.
د شهرک ولسوال محمد کبیري وویل چي دا نښتي پرون چهارشنبه داسي مهال رامنځته سوې چي افغان امنیتي ځواکونو د دې ولسوالۍ د بیړنیو حالاتو ادارې سره د مرسته سوېو غنمو د کاروان ملتیا کوله.
د ښاغلي کبیري په خبره دا پېښه د کراب لیلا په سیمه کي سوې ده او طالبان د ده په وینا توانیدلي د غنمو ډک ۱۴ موټره له ځانه سره یوسي.
په دې اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړل سوي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون