د زابل ولایت د سولي شورا مسٔوولین وایي، چي د جګړې په مخنیوي کي ځوانان مهم رول لري

راپور: نثار احمد څپاند

په داسي حال کي چي په تیرو څو میاشتو کي د افغانستان د دولت له لوري له وسله والو مخالفینو سره د سولي د خبرو لپاره هڅي زیاتي سوي دي ورسره په ولایتي کچه هم یو شمیر فعالیتونه روان دي.

د زابل د سولي د شورا مسٔوولین وایي چي د جنګ په ختمولو کي د ټولني ټول غړي مسٔوولیت لري خو په دې برخه کي ځوانان تر نورو ډیر رول لري او کولای سي ګټور ثابت سي.

د دې ولایت د سولي د دارالانشا مشر سردارولي سرحدي وویل، چي دوی د سولي د شورا په چوکاټ کي د ځوانانو مشورتي بورډ په همدي موخه جوړ کړی تر څو له یو بل سره په ښه ډول تماسونه ولري او مشورې شریکي کړي.

هغه زیاته کړه، چي هڅه کوي ټول فعال ځوانان د سولي په کارونو کي ورسره شریک کړي.

پر همدې مهال د زابل ولایت یو شمیر ځوانان وایي، چي په جګړه کي تر ټولو زیاته قرباني ځوانان ورکوي،  ځکه یې نو باید د مخنیوي لپاره زیاتي هڅي وکړي.

دوی وویل، چي په هر ډول حالاتو کي به د سولي له شورا سره په ګډه کار وکړي تر څو مخالفین سولي ته تشویق کړي او په هیواد کي روان جنګ ختم سي.

د زابل ولایت سولي د شورا په څنګ په داسي حال کي د ځوانانو ځانګړی بورډ جوړیږي چي د هلمند ولایت څو تنه ځوانان د سولي غوښتني په هدف له تیرو شاوخوا دریو میاشتو راهیسي پلي روان دي او وایي غواړي د سولي ږغ د افغانستان تر هر ولایت پوري ورسوي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...