((پر ادلیب برید مه کوئ، ستره تېروتنه به وکړئ))

ټرمپ د سوریې ولسمشر بشارالاسد او د هغه متحدانو، روسیي او ایران ته خبرداری ورکړی چي د سوریي پر ادلیب ولایت له حملي ډډه وکړي.

د سوریې حکومتي ځواکونه په ادلیب کي چي له ترکیې سره پر پوله پروت دی د پراخو عملیاتو لپاره تیاری نیسي او د راپورونو له مخي ادلیب ته په نږدې سیمو کي زرګونه دولتي سرتیري او حکومت پلوي ځواکونه ځای پرځای سوي دي.

ملګرو ملتونو په دې ولایت کي چي درې میلیونه نفوس لري د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندیښنه ښودلي ده.

ټرمپ پر ټویټر په یوه پیغام کي لیکلي چي روسیه او ایران به په دې احتمالي بشري تراژیدۍ کي په ګډون سره یوه لویه تېروتنه وکړي.

ادلیب وروستی ولایت دی چي د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کي لا هم د وسله والو مخالفینو په ولکه کي دی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...