د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم په غازي اباد کي د سېلابونو راوتلو او خلکو ته د مالي او ځاني زیانونو اوښتو خبر تايید کړی او وايي، تیر مازیګر په غازي اباد کي سیلابونه راوتلي وو چي پکښي خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي، له ۱۱ تنو يې ژوند اخستی دی.
په کونړ او نورستان کي تل د سیلابونو له امله ځايي اوسیدونکو ته تلفات اوړي.
ستر لامل یې هم په دغه ولایتونو کي د غرنیو سیمو موجودیت دی، خو حکومت وايي دوی تر خپله وسه له خلکو سره مرسته کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون