پخواني ولسمشر ویلي، چي ۹۹ کاله وړاندي زموږ پلرونو او نیکونو په پوره هوښیارۍ، اتحاد، ټینګ عزم او لوړ همت سره د وخت له استعماره د خپل هېواد استقلال بیرته واخیست.
د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتره په رالیږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، د هغې ورځي سرلوړی ملت له بده مرغه نن د یوې ناپاکي جګړې قرباني سوی چي اهداف یې پردې دي خو قرباني پکښي افغانان ورکوي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کي د جګړې اور ته لمن وهل، ولس ته مالي او ځاني زیانونه اړول او د غزني وروستی ناورین یې یوه بیلګه ده.
د خبرپاڼې له مخي کرزي پر هېوادوالو غږ کړی دی، چې راځئ یو ځل بیا د عنعنوي لویي جرګې له لارې د خپل ځان او خپلي خاورې واک پخپل لاس کي واخلو او خپل وطن د پردیو اهدافو په لاره کي له قرباني کیدو وژغورو.
هغه پر طالبانو هم غږ کړی دی چي د هېواد وضعیت ته په کتو دي له ټولو افغانانو سره پر ملي ټغر راټول سي څو په دې توګه افغانستان د خپل هېواد تصمیم په خپلي ارادۍ ونیسي او د پردو استعمار ته د پای ټکی کښېږدي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون