راپور: سید حمید هاشمي
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب د دیني علماوو سره د سولي د خبرو په اړه غونډه وکړه.
منیب وویل، د حکومت او طالبانو د رواني جګړي ډیری قربانیان ملکي خلک دی او زیان يې هم یوازي افغانانو ته رسیږي.
هغه له دیني علماوو وغوښتل چي د حکومت د سولي پیغامونه وسلوالو طالبانو ته ورسوي او په مسجدونو کي د جګړې د زیانونو او سولي په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي.
پر همدي مهال د کندهار دیني علماوو هیواد کي روانه جګړه ناروا وبلل او له او نورو مخالفو ډلو يې وغوښتل چي د سولي خبرو ته حاضر سي.
دوی له حکومت او طالبانو وغوښتل چي نور د سولي خبرو ته کښيني او دایمي اوربند وکړي.
دا په داسي حال کي ده چي اوس مهال د هیواد په یو شمیر ولایتونو کي د حکومت او طالبانو تر منځ جګړې رواني دي.
که څه هم حکومت هیله ښيي چي د لوی اختر په ورځو کي به د طالبانو سره اوربند وکړي خو خپله وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عام خلک هم غوښتنه کوي چي په هیواد کي دي روانه جګړه نور پای ته ورسږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون