راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي د استیناف څارنوالۍ مسٔوولین وايي، د فساد پر ضد مبارزه یې د کارونو په سر کي قرار لري او په دغه ولایت کي تر ډیره د فساد مخه نیول سوې ده.
د کندهار د استیناف د څارنوالۍ رئیس عبدالرحمن کوشان د هیواد ته تلویزون سره په مرکه کي وویل چي د فساد اړوند ټول موضوعات په دقیق ډول څیړي، چي له دې سره د فساد اړوند د خلګو شکایتونه هم کم سوي دي.
د استیناف څارنوالۍ رئیس په یاده مرکه کي د هغو کسانو نومونه هم یاد کړه چي په تیر کي د ادارې فساد اړوند څارنوالۍ ته معرفي سوي وه.
دده په خبره د هیچا دوسیه بې څیړلو نه ده پاته سوې.
دی وايي، هغه کسان چي د فساد لوی جرمونه يې کړي، مرکزې ادارې ته يې معرفي کړي او نوري دوسېې دوی په کندهار کي څیړي.
پر همدې مهال دکندهار ښاریان د څارنوالۍ له فعالیتونو خوښ دي، خو یو شمیر اوس هم وايي، چي په محکمه او څارنوالۍ کي پراخ فساد شتون لري او د خلګو څخه پيسې اخستل کیږي.
خو د استیناف څارنوالۍ مسٔوولین زیاتوي چي د دوی دروازه د خلګو د شکایاتو په مخ خلاصه ده، او خپله په څارنوالۍ کي د فساد اړوند هغه تورونه ردوي چي ګواکي د خلګو څخه پيسې اخستل کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون