د افغانستان خپلواکي هم د ۱۲۹۸ کال د زمري د میاشتې په ۲۸ نېټه اخیستل سوې ده.
غازي امان الله خان له ننه ۹۹ کاله پخوا د وخت حاکم بریتانیا حکومت څخه خپلواکي ترلاسه کړه او افغانانو ته يې نوي هیلې ورکړې.
امان الله خان د افغانستان د ازادۍ غوښتونکی شاه وو، ده د سلطنت د پیل له وخته د افغانستان خپلواکي د پروګرامونو په سر کي نیولي وه.
افغانانو درې ځله له انګرېزانو سره سختې جګړې وکړې.
د افغانستان په تاریخ کي راغلي چي دا خپلواکي د افغانانو په ډېرو هڅو او منډو ترړو تر لاسه سوې ده.
باورونه دا دي چي د ډیموکراسۍ او د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کي د شاه امان الله خان هڅې نه هېردونکي وې او باید خوندي وساتل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون