په کابل کي د هیواد د خپلواکۍ ۹۹ کلیزه ولمانځل سول

د هېواد د خپلواکۍ ٩٩ يمه کليزه د ولسمشر محمد اشرف غنى لخوا په ملي دفاع وزارت کي د خپلواکۍ څلي کي د ګلانو ګېډۍ په کېښودو سره ونمانځل سوه.

په دې مراسمو کې کابينې غړو او يو شمير نورو دولتي چارواکيو برخه اخيستې وه. افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ وروسته له ډېرو سرښندنو د ١٢٩٨ کال د زمري په ٢٨ مه له انګريزانو د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه.

په تېرو کلونو کي دا ورځ په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېده، خووروسته له هغه چي په ١٣٨٧ کال کي د مجاهدينو د بري ورځې (ثور اتمه) د نمانځلو پر مراسمو وسله وال بريد وسو، حکومت د خپلواکۍ ورځ په لنډ ډول نمانځي.

په ننيو مراسمو کې د آزادۍ څلي شاوخوا د غازي امان الله خان، د ولسمشر محمد اشرف غني، د پخواني ولسمشر حامد کرزي، احمدشاه بابا، محمد ظاهرشاه، ميرويس نېکه، استاد برهان الدين رباني، احمدشاه مسعود او د هېواد د ځېنو ورو شخصيتونو تصويرونه لګېدلي وو. دا ورځ د کابل په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کي هم نمانځل کېږي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...