د کرني او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، دغه پروژې د بڼوالۍ، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کي دي چي عملي کارونه به یې د بادغیس په څلورو ولسوالیو کي پیل سي.
نوموړي وویل، په راتلونکي کي به دغه پروژې نورو ولسوالیو ته هم وغځېږي.
د ښاغلي رستمي په وینا، د دغو پروژو د پلي کېدو هدف دا دی څو موجوده ستونزې په ځانګړې توګه د اوبو لګولو په برخه کې سته ستونزې هوارې سي.
د کرني او مالدارۍ وزارت په وینا، د دغو پروژو لګښت ۶۷ میلیونه افغانۍ اټکل سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون