راپور: سید حمید هاشمي
په غزني تر پنځه ورځنۍ سختي جګړې وروسته چي سلګونو ملکي او حکومتي کسانو ته پکښي مرګ ژوبله واوښته د کندهار ولایتي شورا پر حکومت سختي نیوکي وکړي.
د کندهار ولايتي شورا ریٔس سید جان خاکریزوال وايي، چي د غزني د ناامنۍ له امله نژدې زره کسه ملکیان او پولیس وژل سوي دي.
نوموړی وايي، د ملکي ژوبلي تر څنګ د کندهارـ کابل لويي لاري د تړل کیدو له امله هم مسافر له زیاتو ستونزو سره مخ سوي.
د ولايتي شورا ریٔس وايي، حکومت نور ناکامه سوی او نه سي کولای چي د هیواد او خلکو ساتنه وکړي، ځکه په خبره چي وسله والو طالبانو یو ورځ مخکي د خپلو بریدونو خبر ورکړی وو خو حکومت يې مخنیوی ونسوای کړای.
د هغه په خبره د حکومت مشران دي نور استعفا وکړي او د خلکو په خوښه دي یو موقت حکومت رامنځته کړي.
د ولایتي شورا ریٔس دغه راز له حکومت وسله والو طالبانو وغوښتل چي نور د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي او اوږدمهال اوربند اعلان کړي.
د یوناما د معلوماتو له مخي چي د غزني په پنځه ورځنۍ جګړه کي ۱۵۰ کسه یوازي ملکیان وژل سوي دي، خو ځیني ناتایید سوي راپورنه بیا وايي، چي په دغه جګړه کي تر ۳۰۰ زیات یوازي ملکیان او پولیس وژل سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون