د کندهار والي وایي، د تروریزم مخنیوی باید حکومت او خلک په ګډه وکړي

راپور: محمد یار مجروح

د تروریزم د قربانیانو د یاد او درناوي د نړیوالي ورځي په مناسبت له تروریزم سره پر ګډي مبارزې ټینګار وسو.

په کندهار کي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه يیز دفتر سرپرست فخرالدین فایز په دغه غونډه کي وویل، له ۱۳۸۸ لمریز کال راهیسي په افغانستان کي ۶۴۱۰۴ کسان د تروریزم قرباني سوي چي په دوی کې ۲۳۱۲۹ وژل سوي او پاتي ټپیان دي.

په دغه غونډه کي کندهار والي زلمي ویسا وویل، تروریزم نه یوازي چي د افغانستان بلکي د نړۍ لپاره خطر دی خو افغانان یې تر ډېره قرباني سوي دي.

هغه وویل، د دغه پدیدې مخنوی باید د حکومت او ولس له خوا په ګډه ونیول سي تر څو افغانان یې نور قرباني نه سي.

ده وویل، په کابل او له هغه وروسته په سعودي عربستان کې زرګونو دیني عالمانو فتوا ورکړه چي ترهګریزي پيښي حرامي دي نو باید د سولي لپاره په ګډه زیاتي هلي ځلي وسي.

په دغه غونډه کي د یوناما استازي وویل، ملګري ملتونه له افغانانو سره په دې برخه کي اوږه پر اوږه کار کوي تر څو تروریزم له منځه ولاړ سي.

هغه زیاته کړه، یوناما هم سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د ملکي مرګ ژوبلي شمېره زیاته ثبت کړې چې لامل یې همدا تروریزم دی.

(تیر کال یوناما تر لس زره د ډيرو ملکي قربانیانو شمېر ثبت کړی وو، خو سږ کال په شپږو میاشتو کې بیا تر پنځه زره د زیاتو ملکي تلفات ثبت سوي دي چي په هغه کي لویان، ماشومان او ښځي شاملي دي، چي لامل یې ترهګري ده.)

د تروریزم د قربانیانو د یاد او درناوي نړیواله ورځ چي د اګست میاشتي یوویشتمه ده؛ د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې لمانځل کیږي.

دغه ورځ په ډيرو هیوادونو کي د تروریزم د قربانیانو د درناوي او له هغوی څخه د ملاتړ په موخه لمانځل کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...