راپور: محمد یار مجروح
د کندهار ولایتي اداره وايي، د یو شمیر روغتیايي ستونزو له امله يې د خصوصي روغتونو څخه د څار لړی پيل کړې ده، تر څو خصوصي روغتونونه خپل خدمات معیاري کړي.
کندهار والي د یو خصوصي روغتون د کتني پر مهال وویل چي د یو شمیر خصوصي روغتونونو خدمات معیاري ندي او د ناروغانو درملنه په ښه ډول نه تر سره کوي.
بلخوا د کندهار د روغتیا مسوولین وايي، خصوصي سکټور په صحي برخه کي زیاته همکاري کړې ده.
د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، په کندهار کي یوازنی مهمند خصوصي روغتون دی چي تر ډیره خدمات په معیاري ډول دي.
دده په خبره ۸۰ سلنه ناروغان خصوصي سکټور ته مراجعه کوي نو ځکه د عامي روغتیا وزارت خصوصي سکټور ته پدې برخه کي ځای وکړي تر څو معیاري خدمات تر سره کړي.
په کندهار کي د مهمند روغتون مسؤل حاجي محمد صدیق مهمند د کندهار له ولایتي ادارې سره ژمنه وکړه چي تر دې به نور هم خپل خدمات معیاري کړي او د صحت په برخه کي به د روغتیا ریاست سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د کندهار ښاریان هم په دغه ښار کي د مهمند خصوصي روغتون له خدماتو خوښ دي .
د یادوني وړ ده چي مهمند خصوصي روغتون هر کال د روژې په میاشت کي د ناروغانو درملنه په وړیا ډول تر سره کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون