د زابل ولایت امنیتي چارواکي وایي، د افغان ځواکونو له لوري له تیرو دوو ورځو راهیسي د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کي تصفیوي عملیات دوام لري

راپور: نثار احمد څپاند

په داسی حال کي چې په روانه اوونۍ کی په زابل کي د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات سوی دی ورسره سم افغان ځواکونه وایي، چي تازه پیل سوي عملیات یې ډير موثر دی.

د دې ولایت امنیه قومندان سمونوال مصطفی مایار وایي، چي د نصرت او اتل په نامه دغه عملیات چي بیلابیل افغان ځواکونه پکښي برخه لري له تیرو دوو ورځو راهیسي د کابل کندهار پر لویه لاره او نورو سیمو کي دوام لري.

نوموړي وویل تر دې مهاله د عملیاتو او د نورک په سیمه کي د مخامخ جګړې په ترڅ کي چي تر ۳۰ تنه اضافه د دولت مخالفین وژل سوی او اته اتنه نور ټپیان دي.

د زابل چارواکي همدارنګه زیاتوي مخالفینو چي د کابل کندهار پر لویه لاره عامو خلکو ته ستونزي جوړي کړي وې هغه هم حل سوي دی او د دې ولایت امنیتي سرتیرو سړک د ترافیکو پر مخ پرانیستی دی.

هغه وویل دوي چمتوالی لري چي د دې ولایت په هره برخه کي امنیت تامین او د مخالفینو مخه ونیسي.

د زابل ولایت امنیتي چارواکي په داسي حال کي د عملیاتو پر مهال د لاسته راوړنو خبر ورکوي چي وسله والو طالبانو په تیرو دوو ورځو کي د کلات کندهار لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ تړلې وه خو نن دغه سړک خلاص دی او عام خلګ ورباندي بې له کومي ستونزي تګ راتګ کوي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...