په کابل کي پر یوې خصوصي ښوونځۍ د ځانمرګي برید په پایله کي ۹۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د عامي روغتيا وزارت چارواکي وايي، د پلازمېني کابل یوه ښوونیز مرکز کي د چارشنبې ورځي ځانمرګي برید له کبله ۳۴ کسان وژل سوي او ۵۶ نور ټپیان دي.

پرون د دغه وزارت چارواکو په دې پېښه کي د ۴۸ کسانو د وژلو او ۶۷ نورو د ټپي کېدلو خبره کوله.

خو نن د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح رسنیو ته استولې اعلامیه کي وايي، چي په پرونۍ پېښه کي ۳۴ کسان وژل سوي او ۵۶ ټپیان دي.

ښاغلی مجروح زیاتوي چي پرون ښايي د ځینو ټپیان یا وژل سویو شمېر دوه ځلي په ټلیفون ور کړل سوی وي، ځکه یې شمېر ډېر ښودل سوی و.

ځايي پولیس وايي د ښار لوېدیځ دشت برچي سیمي یوه خصوصي ښوونځۍ ته ځانمرګی بریدګر ننوت او د درسي ټولګي منځ کي یې په ځان پورې تړلي باروت وچوول.

داسې ګومان کېږي، چې ډېر وژل سوي هغه زلمي دي، چې په دغه ښوونیز مرکز کي پر زده کړو بوخت وو.

تر اوسه پوري کومي ډلي د دغه برید مسٔوولیت نه دی منلی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...