راپور: نورګل اندړوال
ددهنه غوري اوسیدونکو دیوې غونډي په ترڅ کي وویل، چي تر دوه کلونو زیاته موده کیږي چي دا ولسوالي د طالبانو تر واک لاندي ده او د نیولو لپاره یې هیڅ ډول اقدام نه دی سوی.
دولس استازي وايي، نورپه ټولو برخو له سته نظام څخه هیڅ تمه نه کوي.
د بغلان والي عبدالحی نعمتي او ددهنه غوري ولسوال شمس الدین سرحدي ځان بې وسه بولي او وايي، هغه کارونه یې چي باید بغلان کي کړي وای ورباندې نه دی توانیدلی او په خپله بې وسۍ اعتراف کوي .
د بغلان آمنیه قومنداني وايي، چي دوه واره د ولسمشر په امر ددهنه غوري دبیرته نیولو په خاطر بغلان ته راغلی خو دا چي ځواکونه په نورو ولسوالیو کي عملآً په جګړه بوخت و عملیات یې نه دي پيل کړي.
ددهنه غوري اوسیدونکي او قومي مشران وايي، دبغلان ولایتي اداره او مرکزي حکومت ځکه توپیري چلند کوي چي تردې وروسته تاله و برفک ولسوالۍ سقوط سوه بیرته یې دعملیاتو په ترسره کولو سره ونیوله خو دهنه غوري ولسوالۍ دبیرته نیولو لپاره هیڅ ډول اقدام او عملیات نه دس سوی .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون