په مرکزي بغلان کي وسله والو طالبانو دامنیتي ځواکونو دوې پوستې سقوط کړي

د مرکزي بغلان ولسوالۍ په علاودینو سیمه کي طالبانو د یوه ډلیز برید په ترڅ کي دوې پوستې سقوط کړي.

ځايي سرچینې وايي، چي په دې دوو پوستو کي دیرش دملي اردو سرتیري او نهه سیمیز پولیس وژل سوي دي.

دبغلان امنیتي مسٔولین رسنیو سره خبرو ته نه حاضریږي.

خو یوه بله امنیتي سرچینه دنوم نه ښودو په شرط امنیتي ځواکونو ته اوښتي تلفات او دپوستوسقوط کیدل تاییدوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...