د رسنیو د راپورونو له مخي ، چي په غزني کي تیر مازدیګر جګړه دریدلي ده.
ځايي خلکو ویلي چې پرون د ښار په څنډو کي جګړه وه، خو نن هغه هم ختمه سوې ده.
کورنیو چارو او دفاع وزارتونو هم ویلي، چي دوی له غزني ښار طالبان ایستلي دي او دمګړی په دغه ښار کي وضعیت نورمال دی.
راپورونه وايي، چي نن د غزني ښار په ډېری برخو کي دوکانونه پرانیستي دي او د خلکو تګ راتګ پیل سوی دی.
د کابل او کندهار ترمنځ د سپرلۍ او باري موټرونو تګ هم پیل سوی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون