راپور: جواد داوري
د هلمند په جنوب کي ګرمسیر ولسوالي یوازي مرکز تر دوو کلونو پوري د دولت تر کنترول لاندي ده.
امنیتي ځواکونو اوس تازه عملیات پیل کړي دي تر څو د ګرمسیر ولسوالۍ له لیري پرتو سیمو څخه امنیتي ګواښ لیري او بیارغوني کارونو ته زمینه برابره کړي.
د ګرمسیر ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار عبدالروف فیضي وايي، په تیر کي یې لنډ مهاله عملیات په لاره اچولي دي خو دا ځل يې د ګډو افغان ځواکونو په همږغۍ یوشمیر سیمي تصفیه کړي دي.
دی وايي، ځایي اوسیدونکي د بیارغوني کارونو غوښتنه کوي خو تر هغه چي عملیات بشپړ نه سي په سیمه کي د بیارغوني کارونه پیل د نا امنیو له امله نه پیلیږي.
د ملي اردو د لومړۍ لوا سرتیري هم په دې عملیاتو کي برخه لري.
دوی وايي، تر جګړې د ماینونو خطر زیات دی د انجنیري ټیمونه يې د کلیو او سیمو څخه د ماینونو په خنثی کولو مصروف دي.
دوی وايي، د سیمي اوسیدونکي ورسره همکاره دي او تردې مهاله يې تر درې سوه زیات ماینونه خنثی کړي دي.
د ګرمسیر ولسوالۍ ځايي اوسیدونکي د نا امنیو له امله لسګونه جریبه مځکه له کرني شاړي پاته دي او د ولسوالۍ د مرکز بازار هم نیمه فعاله دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون