د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وويل، چي نن سهار لس نيمي بجي په الينګار ولسوالۍ کي د راکټ د يوې ناچاودي مرمۍ د چاودني له امله شپږ کوچنۍ انجوني وژل سوي دي.
هغه زياته کړه چي دا پېښه د يادي ولسوالۍ د پړاويي اړوند د چهل ګزي په سيمه کي رامنځته سوې ده.
د ځواک په وينا، په دې پېښه کي وژل سوي څلور انجوني د يوې کورنۍ او دوه يې د بلي کورنۍ غړي وو.
د نوموړي د معلوماتو له مخي، دغو کوچنیو انجونو په سیمه کي دغه ناچاودي مرمۍ د لوبو پر مهال ټکولي چي له امله یې چاودنه رامنځته سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون