د دغه ولايت د شاه جوي ولسوالۍ ولسوال وزیرمحمد جوادي رسنیو ته ویلي چي نن سهار لس بجې د کابل کندهار پر لويه لار د بازرګان په سيمه کي د ملکي خلکو پر يو سراچه موټر چاودنه وسوه.
هغه زياته کړه چي په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي وژل سوي او دوه نور ټپي سوي دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول سوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د دې چاودني په اړه څه نه دي ويلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون