راپور: غلام فاروق رسولي
یو شمیر هغه کسان چي د پاسپورټ نیولو اقدام یې کړي وایي، څو کاله کیږي چي چارواکي د پاسپورټ د لړۍ د ښه کیدو ژمني ورسره کوي خو په خبره یې لا تر اوسه دوي د یو پاسپورت نیولو لپاره اړ دي په میاشتو میاشتو انتظار وکړي.
د بلی خوا د مخابرات ریاست چارواکی بیا وایی د ستونزی هواری بند وبست یی کړی.
د هرات ولایت اوسیدونکي د پاسپورټ اخیستلو په لړۍ کي د بې نظمۍ څخه سر ټکوي.
دوی وایي، چارواکو په وار وار ورته ژمني ورکړي چي د پاسپورټ د ویش په لړۍ کي به آسانتیاوي راولي خو په خبره یې د دې ژمنو څخه شاوخوا څلور کاله تیریږي او تر اوسه که څوک وغواړي پاسپورت لاسته راوړي باید په میاشتو میاشتو په تمه پاته سي.
همدراز د دې غوښتونکو څخه یو شمېر يې سرټکوي چي ډیری وخت یې پاسپورټونه مرکز کابل ته تر لیږلو ورسته ورکیږي او اړونده چارواکي دوی ته جواب نه وايي.
په همدي حال کي د هرات ولایت د مخابرات ادارې چارواکي وايي، تر دې وروسته به د پاسپورټ د ترلاسه کولو په لړۍ کي ستونزي له منځه یوړل سي.
چارواکي وايي، چي د لومړي ځل لپاره يې د هیواد په کچه د پاسپورټ اخیستلو پروسه په آنلاین ډول کړې او تر دې ورسته د پاسپورت اخیستونکي د مبایل او نیټ له لاري کولای سي خپل د پاسپورت په هکله د هرات پوسته خانې څخه د معلوماتو تر څنګ خپل پاسپورت پرته له ستونزي تر لاسه کړي.
د بلي خوا د هرات ولایت د پوست رسوني چارواکي وايي، همدا اوس تر ۴ زره جلده ډېر چاپ سوي پاسپورټونه د دوی په لاس کي دي، خو د پاسپورټ خاوندانو تر اوسه د پاسپورټ اخیستلو لپاره دوی ته مراجعه نه ده کړې.
د پاسپورټ اخیستلو په لړۍ کي د اندازي څخه زیات انتظار او تمه د ډېرو کلونو څخه د خلکو د اصلی ستونزو څخه ګڼل کیږی خو وبه لیدل سي چي د دې ستونزي د هوارۍ لپاره د اړونده ادارو نوي اقدامات او چاري څومره ګټوري تمامیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون