په کندهار کي د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل سوه

راپور: سید حمید هاشمي

ځوانان وايي، ناامني بې کاري، نشيي توکي او لوړو زده کړو ته نه لاس رسی د ځوانانو په وړاندي تر ټولو لويي ستونزي دي.

دوی وايي، حکومت د ځوانانو په اړه خپل مسٔولیت نه دی ترسره کړی.

بلخوا ولایتي چاروکي وايي، د ځوانانو د ستونزو په هواري کي تر خپله وسه هڅي کوي.

په کندهار کي د اګست ۱۲ د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل سوه .

د کندهار د ځوانانو چارو امر حفیظ الله پوپل وايي، چي په تیر یوه کال کي يې لګسونه ځوانانو ته چي اقتصادي ستونزي يې درلودي د لوړو او عصري زده کړو زمینه برابره کړي ده.

نوموړی وايي، که څه هم دوی ته د مرکز لخوا بودیجه نه ورکول کیږي ، خو د سوداګرو په همکارۍ يې د ځوانانو ستونزي هواري.

پر همدې مهال یو شمیر فعاله ځوانانو په هیواد کي روانه ناامني، بې کاري، نشه یې توکي او لوړو زده کړو ته نه لاس رسی د ځوانانو لويي ستونزي یادي کړي.

دوی وویل، حکومت په تیرو اولسو کلنو کي ونه سوای کولای چي ځوانانو ته یو مصٔون چاپیریال برابر کړي او هغوی ته په حکومت مناسبه ونډه ورکړي.

خو د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وايي، چي ځوانانو خپل مسٔولیت په ښه توګه نه دی ترسره کړی او نه يې هم د خپلو حقونو لپاره ږغ پورته کړی دی.

هغه وايي، حکومت هڅه کوي چي ځوانانو ته په دولت کي زیاته برخه ورکړې خو ددې کار لپاره باید ځوانان خپل مسٔولیت ادا کړي.

په کندهار کي د ځوانانو د حقونو ږغ پر داسي مهال راپورته کیږي چي د هیواد ډیری ځوانان د بې کارۍ او ناامنۍ له امله نورو هیوادونو ته د خپل ژوند په بیه تښتي.

ځوانان چي د ټولني د ملا تیر بلل کیږي په حکومتي او ټولنیزو مسایلو کي يې ګډون هم خورا مهم بلل کیږي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...