د دفاع وزارت ویاند، غفور احمد جاوېد ویلي په غورماچ کي د “کمپ چینايا ” په نوم پوځي اډه له دریو ورځو راهیسي محاصره وه.
غفور احمد ویلي چې ۱۷ پوځیان وژل سوي او ۱۷ تنه زخمیان سوي دي.
په شمال کي د اردو یوه ویاند، محمد حنیف رضايي رسنیو ته ویلي چي د حملي پرمهال په دې پوځي اډه کې ۱۰۰ عسکر موجود و.
رضايي ویلي، یوشمیر عسکر وژل سوي، ځیني وسله والو طالبانو نیولي او یو شمیر نږدې سیمو ته تښتیدلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون