د کندهار ولايتي چارواکو له دیني علماوو وغوښتل چي وسله وال طالبان د سولي خبرو ته وهڅوي

راپور: سید حمید  هاشمي

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب د دیني علماوو سره د سولي د خبرو په اړه غونډه وکړه.
منیب وویل، حکومت له طالبانو سره د سولي خبرو ته چمتو دی ځکه نو طالبان دي نور د خلکو دغي غوښتني ته مثبت جواب ورکړي.

هغه له یادو دیني علماوو وغوښتل چي د حکومت د سولي پیغامونه وسله والو طالبانو ته ورسوي او هغوی چمتو کړي چي نور له جنګه لاس واخلي.

پر همدي مهال د کندهار د علماوو شوار ریٔس مولوي عبیدالله فیضاني په هیواد کي روانه جګړه د اسلامي اصولو خلاف وباله  او د طالبانو يې وغوښتل چي د سولي خبرو ته حاضر سي او نور له جنګه لاس واخلي.

خو دیني علما وايي، طالبان د جنګ دوام نه غواړي او نه هم دوی د دومره اوږدې جګړې توان لري.

د دوی په خبره بهرنيو هیوادونو جګړه دوامداره ساتلي او نه پریږدي چي په هیواد کي سوله راسي.

خو دوی له حکومته غوښتنه وکړه چي د دیني علماوو یو باصلاحیته کمیټه جوړه کړي تر څو دوی خپلي ستونزي له حکومتي چارواکو سره شریکي کړي.

دا په داسي حال کي ده چي اوس مهال د هیواد په یو شمیر ولایتونو کي د حکومت او طالبانو تر منځ جګړي رواني دي.

تر ټولو سخته جګړه چي ډیر زیان يې ملکیانو ته رسیدلي په غزني ولایت کي د دتیرو ۴ ورځو راهیسي د حکومت او طالبانو تر منځ جګړه ده چي اوس هم دوام لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...