دوی په غزني کي روان وضعیت خورا خراب بولي او له حکومت غوښتنه کوي چي ددغه ښار د امنیت او جګړې د ختمولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
لاریون کوونکي وایي، له غزني وروستي معلومات ښيي، چي دغه ښار د سقوط له جدي خطر سره مخ دی او که حکومت پر وخت اقدام ونه کړي نو ښایي ډېری دولتي ودانۍ د طالبانو لاس ته ولوېږي.
لاریون کوونکي د غزني د ځايي چارواکو محاکمه غواړي او دوی په بې کفایتۍ تورنوي.
د تېرې جمعي شپي له نیمايي پر غزني ښار د وسله والو طالبانو بریدونه پيل سوي دي.
طالبانو د غزني ښار ډېری سیمي نیولي دي او تېره شپه هم له دغه ښار د جګړو راپورونه راغلي دي.
وروستي راپورونه ښيي چې ځانګړو ځواکونو طالبان له ولایت مقام او امنیه قومندانۍ یو کیلومتر پر شا تمبولي او شدید عملیات روان دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون