راپور: غلان فاروق رسولي
د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي ټينګار کوي چي په ځينو مواردو کي د دولت نه پاملرنه د دې لامل سوې چي طالبان د یادي ولسوالۍ تر نږدي سیمو پوري مخ ته تګ وکړي.
د جوند ولسوالۍ د ځينو اوسیدونکو په وینا؛ تر لسو کلونو ډېر وخت کیږي چي د يادي ولسوالۍ مواصلاتي لاري د یاد ولایت د مرکز قلعه نو سره تړلي دي او خلګ په دې برخه کي د ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
په ورته وخت کي د بادغیس ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، په ټول توان سره به د یادي ولسوالۍ د امنیت د ښه کیدلو او د طالبانو د ماتولو لپاره هڅه وکړي.
د بلي خوا د دې ولایت د ولایتی شوار غړی عبدالله فضلی وایي، د جوند ولسوالۍ اوسیدونکي په بشپړ ډول د حکومت سره همکاره دي او په خبره یې حکومت باید د دې موضوع څخه پوره ګټه پورته کړي او د سیمي امنیت تامین کړي.
د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ اوسیدونکي په داسی حال کي د دې ولایت د امنیتي وضعیت څخه شکایت کوي چې د یاد ولایت د ډیرو ولسوالیو لاري د مرکز قلعه نو سره د کلنو راهیسيی پرې دي او امنیتی ځواکونو خپل اکمالات یوازي د هوا له لاری تر سره کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون