راپور: محمد یار مجروح
پر غزني ښار د وسله والو طالبانو د برید له امله نن څلورمه ورځ د لويي لاري تړل کیدل مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، او دشپې تېرولو ځای نه لري.
که څه هم افغان ځواکونه د غزني د جګړې د ګټلو خبره کوي، خو لا هم لویه لار د مسافرو پر مخ بنده پاته ده.
د لويي لاري مسافر وايي، افغان حکومت دي لویه لار ژر تر ژره خلاصه کړي او یا دي د مسافرو د شپې تیرولو غم وخوري.
د دوی په خبره که حالت همداسي دوام وکړي د حکومت شتون د دوی لپاره هیڅ مهم نه دی.
د لوي لاري مسافر له وسله والو طالبانو هم غواړي چي د عامو خلګو ژوند ته پام وکړي او لويي لاري دي د مسافرو پر مخ نه تړي.
بلخوا د کندهار ولایتي اداره وايي، د مسافرو د ستونزو د حل لپاره يې پوره چمتووالي نیولي دی.
د کندهار ولایت مرسیتال عبدالحنان منیب تیره ورځ د مسافرو سره د خبرو پر مهال ژمنه وکړه چي د لاري د خلاصیدو تر وخته به يې د شپې تیرولو د ځای او د روغتیا په برخه کي ستونزي حلوي.
د کندهار ملي سوداګرو بیا تیره ورځ پر سلګونو هغو مسافرو خوراکي توکي وویشل چي له تیرو دریو ورځو راهیسي بند پاته دي.
ملي سوداګرو وايي، د لويي لاري د خلاصیدو تر وخته به د مسافرو د خوراکي توکو او ځای اړتیاوي ور پوره کړي.
پر غزني ښار له تیرو دریو ورځو راهیسي وسلوالو طالبانو بریدونه پيل کړي او لویه لار يې د مسافرو پر مخ تړلې ده.
که څه هم افغان حکومت او وسلوال طالبان د جګړې د ګټلو خبره کوي، خو لا هم جګړه روانه ده او دواړه لوري یو بل ته د درانه تلفاتو ادعاوي کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون