دا خبر د ازبکستان د چارواکو او د طالبانو د سرچینو په حواله خپور سوی دی.
په بیان کی زیاته سوې چي د طالبانو سیاسي مشر شیر محمد عباس ستانکزی په دې خبرو کي د دوی په استازیتوب ازبکستان ته تللی و.
د طالبانو د سیاسي دفتر استازو ازبکستان ته په څلور ورځني سفر کي د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کامیلوف او د افغانستان لپاره د هغه هېواد د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره خبرې کړې دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون