په دې کي مشهوري څېرې او د ولسي جرګې برحال غړي هم شامل دي.
د ارګ او اجرایه ریاست له لوري په بېلو خپرو سوو خبرپاڼو کې راغلي، چي د ملي یووالي حکومت شفافو او پر وخت ټاکنو ته ژمن دی او ددې پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي.
سرچینه زیاتوي چي د ټاکنیزو شکایتونو او ټاکنو کمیسیونونه مستقل دي او څوک یې په چارو کي مداخله نه سي کولای.
ارګ وایي، دوی ټاکنو ته ژمن دي او پر وخت به شفافي ټاکنې ترسره شي.
ولسمشر ټينګار کړی، چي د کمیسیونونو خپلواکۍ ته درناوی لري او دغه کمیسیونونه باید خپله خپلواکي وساتي.
حکومت له خلکو هم غوښتي چي ددې ملي پروسې د شفافیت او روڼوالي په برخه کي همکاري وکړي او په وینا یې د ولس په ملاتړ ترسره سوي شفافي ټاکني د هېواد د راتلونکي لپاره خورا مهمي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون