دبغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کي د طالبانو ډلیز برید او په ډنډ غوري کي د افغان ځواکونو شپنیو عملیاتو مرګ ژوبله اړولې

راپور: نور ګل اندړوال
وسله والو طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په انګور باغ او شاهي خیل سیمو کي د ملي اردو او پولیسو دوې پوستي دیوه ډلیزبرید په پایله کي نیولي .

دبغلان ولایتي شورا وايي، چې دواړو سقوط سوو پوستو کي دملي اردو د درې بندي سووسر تیرو ترڅنګ  ۱۲ پولیسو او ۱۵ دملي اردوسرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې .
ولایتي اداره دپوستو سقوط او دځواکونو اسیرکیدل تایدوي خو د اوښتي مرګ ژوبلي شمیر کم ښيي.

له دې سره هم محاله بیا کمانډو ځواکونو دغوڅ ملاتړ ماموریت په هوايي مرسته د ډنډغوري په عیسي خیل ، اکاخیل او احمدزیو سیمو شپني عملیات کړي چي دمسٔولینو په خبره پکښي دطالبانو دسرې قطعې شپږ غړي وژل سوي او دري یې ځواکونو ژوندي نیولي دي .
دولس استازي وايي، چي د طالبانو پراخ نفوذ د افغان ځواکونو په لیکو کي ددې لامل ګرځیدلی چي په اسانۍ سره ددې ډلي جنګیالۍ  وتوانیږي پوستو ته سقوط ورکړي .
طالبانو خپل لورته دشپنیو عملیاتو پرمهال دمرګ ژوبلي اوښتو او ددې ډلي دجنګالیو دنیول کیدو په اړه څه نه دي ويلي خو ادعا یې کړې چي مرکزي بغلان ولسوالۍ کي یې  دقومندان زمري په ګډون ۱۴پولیس وژلي او درې ژوندي نیولي دي .

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...