چین د پاکستان په کوټه ښار کي پر چنیايي انجینرانو ځانمرګی برید غندل دی

پکن د یوې خبر پاڼي په خپرولو سره په کوټه کي پر چینایي انجینیرانو ځانمرګی برید چې په پایله کي یې ۶ تنه ټپیان سول په کلکو ټکو غندلی دی.

د چین د مرکزي تلوزیون د خبر له مخي د شنبې په ورځ په کوټه ښار کي د کارګرو د سپرلۍ پر موټر چي چینایي انجنیران هم پکښي و ځانمرګی برید وسو.

ددې ځانمرګي برید له کبله ۶ تنه ټپیان سول چي درې یې چینایي وګړي و.

په کراچۍ کي د چین کنسولګرۍ ویلي، چي د چینایي ټپي سو وګړو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

یوه ډله پاکستاني کارګر او چینایي انجینران په سیمه کې د یوه کان سروې ته روان و چې بلوچستان ته په ۳۴۰ کیلو مترۍ کې په کوټه ښار کي پرې ځانمرګی برید وسو.

لږ تر لږه ۳۰ زره چینایي کارګر اوس مهال په پاکستان کې په کار بوخت دي. له دې وړاندې هم په پاکستان کې پر چینایي کارګرو بریدونه سوي دي.

په ۲۰۰۴ کال کي په ګوادر کي د یوه برید په پایله کي ۳ چینایي انجینران ووژل سول او ۹ نور ټپیان سول.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...