د غزني د ولایتي شورا غړي وايي، چي په غزني کي جګړه لا هم روانه ده، خو د ځانګړو ځواکونو په ور رسېدو جګړې او نښتي د وړمي شپې په پرتله کمي سوي دي.
د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي، چي تېره شپه هم په غزني کي نښتي رواني وې.
هغه وايي چي له ښار یو څه لري طالبان د خلکو کورونو او لوړپوړو ودانیو ته ختلي او له افغان ځواکونو سره جګړه کوي.
د ملي دفاع وزارت وياند محمد رادمنش هم وايي، چي د غزني په قلعه قاضي، پیر قرضدارا، خشک او ځینو نورو سیمو کي د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
دده په وینا طالبان له ښار په شا تمبول سوي او ډېر ژر به له نورو سیمو هم و ایستل سي.
بل پلو وسله وال طالبان بیا ادعا کوي چي تېره شپه یې په غزني ښار کي نوري سیمي هم لاندي کړې دي.
دوی همدا راز د غزني د زندان د ماتولو ادعا هم کوي، خو افغان حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون