په بغلان د پوهني ریاست اړوند بستونه د پیسو په بدل کي

راپور: نور ګل اندړوال

په بغلان کي ترتیري یوې میاشتي دښوونکو او مدیرانو بستونه له اویا زره افغانیو تر لس زره امریکايي ډالرو خرڅيدل او پيسي یې دپوهني ریاست دیوشمیرکارکوونکو جیبونو ته تلي.
دپوهنې ریاست یوشمیرکارکوونکي وايي، دبستونو دخرڅلاو په اړه اسناد لري او نه غواړ ي چي حقایق پټ کړي.
پوهني ریاست ددې ترڅنګ چي اداري فساد په دې ریاست کي تاییدوي وايي، چي اخلاقي فساد هم دلته اوج ته رسیدلی اواوس یې دلمنځه وړلو لپاره لاس په کارسوي دي .
دبغلان د پوهنې ریاست یو شمیر کارکوونکي وايي، چي دتیرو دوو کلونوراهیسي ددې ولایت په پوهني ریاست کي فساد په پراخه کچه شتون درلوده او ترتیري میاشتي دښوونکو او مدیرانو بستونه له اویا زره افغانیو ترلس زره آمریکايي ډالرو پلورل کیدل.
دوی وايي، چي پوهني ریاست کي په فساد ښکیل کسان دي له دندو ګوښه او دقانون منګلو ته دې وسپارل سي.
خلک هم وايي، چي تر میاشت وړانډي به پوهني ریاست ته دراتلو پر مهال  لومړی دمسٔولینو شعبو ته دتلو اجازه نه ورکول کیده او کله به هم ترې درشوت ورکولو غوښتني کیدې.
دبغلان دپوهني ریاست ریٔسه لیلمافقیري هم ددې ولایت دپوهني ریاست په فساد کي غرق بولي او وايي، چي د اداري فساد سربیره دلته  اخلاقي فساد هم شتون لري چي دلمنځه وړلو لپاره یې هڅې پيل کړي.
دبغلان د پوهني ریٔسه لیلما فقیري وايي، یوه میاشت یې کیږي چي په دې ریاست کي یې دنده پیل کړې خو په دې کمه موده کي یې تر ۵۰۰۰۰۰ زیاتو افغانیو د حیف او میل کیدو مخ نیوی کړی دی.
ددې په خبره ټول هغه دوسيې او اړوند قراردادونه چي ګومان کیږي فساد به پکښي سوی وي څیړي یې  او ډير ژر هغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپيژني چي په فساد ککړ دي او لکونه دپوهني ریاست افغانۍ یې خپل جیب ته اچولې دي  .

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي د بشر حقوق کمېسيون مسئولين: په دغه ولايت کي د کډوالو اوسنی حالت د اندېښنې وړ دئ

رپوټ: مهتمم صالح کندهار ته د پاکستان او ايران څخه د راغلو کډوالو تر څنګ ...