په افغانستان کي یوې کاناډایۍ موسسې په وروستیو کي د افغانستان په اتو ولایتونو، تخار، بدخشان، کندز، بلخ، کابل، کندهار او لوګر کي څېړني کړي او موندنې یې ښيي چې په افغانستان کي د انسانانو قاچاق، انسان تښتوني او بچه بازۍ پېښو کي کموالی راغلی. ددې موسسې غړي فرید رایید ویلپ د دغو چارو پر وړاندي د خلکو پوهاوی او د حکومت جدي ګامونه هیله بښونکي دي.
د افغانستان د بشري حقونو په کمېسیون کي د ماشومانو د ملاتړ برخي مشر نجیب الله ببرکزي په وینا په دې اړه کره شمېرې نه سته چي څه شمېر ماشومان تښتول، یا هم ځورول سوي دي خو تر ډېره زورواکان او وسله وال له ماشومانو ناوړه ګټه پورته کوي.
د ماشومانو ساتني بنسټونه وايي، دا چي افغانستان په دې برخه کي له درېیمي درجې دویمې ته ټیټ سوی دی یعني له بد حالت نسبتأ ښه ته اوچت سوی دا د ماشومانو د خوندیتوب لپاره یو ښه پرمختګ دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون