یو افغان پناه غوښتونکی چي د جرمني حکومت په غلطۍ ایستلی و، جرمني ته روان سو

د افغانستان د حکومت یوې سرچینې د نوم د پټ پاتې کېدو په شرط د جرمني خبري اژانس ته وویل چي دا ځوان پناه غوښتونکی پرون چهارشنبه اسلام‌اباد ته ورسېد او د جرمني له سفارته د ویزې له اخیستلو سره سم به جرمني ته پرواز وکړي.

د دې سرچینې په حواله، هغه به د یکشنبې په ورځ جرمني ته ورسېږي.

د جرمني د خبري اژانس په حواله، دا افغان پناه غوښتونکی د نوبراندنبرګ محکمې رد کړی و او د جولای په څلورمه نېټه له ۶۹ نورو افغانانو سره چي د هغوی هم عریضې رد سوي وې، کابل ته واستول سو.

د جرمني حکومت د ۲۰۱۶ میلادي کال د ډسمبر له میاشتي راهیسي ۳۰۳ افغانان چي د جرمني حکومت ‌یې د پناه غوښتني عریضې رد کړي وې، په ۱۴ پروازونو کي افغانستان ته استولي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...