د روزګان د چنارتو ولسوال وايي، چي د نادرکه سویو لسګونو سرتېرو له ډلي څخه یې د ٣١ مړي پيدا سوي

خو د ملي دفاع وزارت بیا دا خبره رد کړې ده. څو ورځې مخکي وسله والو طالبانو په چنارتو ولسوالۍ کي د ملي اردو پر يوه قرارګاه ډله ييز بريد وکړ، چي له امله يې لسګونه سرتېري نادرکه سوي وو.

د چنارتو ولسوال فيض محمد وايي، چي د ملي اردو په دغه کمپ کې د ملي اردو ۶۵ سرتېري اوسېدل چي د جګړې له لومړۍ شپې راهيسې ټول نادرکه سوي وو.

هغه وويل، چي له تېري ورځي راهيسې کومانډو ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د عملياتو پر مهال يې تر اوسه د ناردکه سوو ٣١ سرتېرو مړي موندلي دي، څلور يې ټپيان دي او ١٨ نورو يې ځانونه تر ولسوالۍ رسولي دي.

د ولسوال په وينا، د ملي اردو ١٢ سرتېري اوس هم نا درکه دي او کېداى سي وسله والو طالبانو له ځان سره بیولي وي.

خو د ولايت مقام وياند نويد افغانزوی بيا په دومره لوی شمېر کې د ملي اردو د سرتېرو وژل کېدل او بيا د جسدونو پيدا کېدل يې رد کړي دي.

د هغه په وينا، هلته يوازي پنځه سرتېري وژل سوي.

دغه راز د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بيا د پنځو سرتېرو د وژل کېدو او د درېيو نورو د ټپي کېدو خبره منلې او وايي چي پاته نور نادرکه دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...