د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شرجان درانی وايي، چي دا پېښه د دې ولسوالۍ د قوشې قزل په کلي کي هغه مهال رامنځ ته سوې چي یو سراچه موټر او یو موټر سایکل په یاده لاره د تېرېدو په حال کي وو.
د ده په خبره په وژل سویو کي ۴ ماشومان دوه مېرمني او دوه نارینه شامل دي.
نوموړی وايي، چي په دې پېښه کي شپږ تنه نور ټپيان سوي هم دي.
تر اوسه کومي وسله والي ډلي ددې پېښي مسٔولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون