ځانګړو ځواکونو په هلمند ولایت کي د طالبانو یو بل زندان هم مات کړی او د عملیاتو په ترڅ کي یې ۱۰ زندانیان ژغورلي دي

 

د هلمند ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي تېره شپه د اووم کنډک کمانډو ځواکونو د ځانګړو عملياتو له مخي چي د هلمند ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کي يې د وسله والو پر يوه زندان ترسره کړې دي، په ترڅ کي يې ۱۰ تنه زندانيان چي ۶ ملکي وګړي او ۴ تنه پوليس دي د وسله والو مخالفينو له زندان څخه را خلاص کړې دي.

دا لومړی ځل نه‎دی چې افغان ځواکونه په هلمند کې د وسله ‎والو طالبانو په زندانونو حملي کوي.

بلکې تر دې مخکې هم افغان ځواکونو د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کي د ورته عملیاتو په ترڅ کي د طالبانو له زندانه لسګونه کسان ازاد کړی و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...