تیره ورځ په لښکرګاه ښار کي دوکاندارانو په لاریون لاس پوري کړ

راپور: جواد داوري

که څه هم سږ کال د اوبو د کموالي له امله په هلمند کرنیزو کښتونو ښه حاصل ونه کړ بیا هم هتیوال وايي، د لښکرګاه او نژدې ولسوالیو څخه کرنیز توکي لښکرګاه ښار ته راځي او د پلور بازار يې هم ګرم دي.

د لښکرګاه ښار هټیوال وايي، پنځه کاله وړاندي د هلمند ځايي چارواکو د دوی د کرنیزو توکو د پلور د پاره په لښکرګاه ښار کي یو مناسب ځای په نښه کړی و خو اوس د لښکرګاه ښاروالي له لوري ورته ستونزي جوړیږي.

دوی وايي، یوې خواته د نا امنیو او جګړو له امله لښکرګاه ښار ته راغلي له بلي خوا د ښاروالۍ له لوري د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي.

دوی وايي، که د لښکرګاه ښاروالي د کرنیزو توکو دپلور مناسب ځای ورته په نښه نه کړي په پراخو لاریونونو په لاس پوري کړي.

بل خوا د لښکرګاه ښاروالي مرستیال حکمت الله داوري وايي، د دې هټیو له امله د ښار چاپیریال خراب سوي دي او همدارنګه د ترافیکي نظم هم ګډوډ سوي دي دوی پلان لري چي د لښکرګاه ښار په یوه برخه کي مناسبه سیمه ورته په نښه کړي.

دی زیاتوي، تیر کال هم له همدي ستونزي سره مخ وه خو دا چي په لښکرګاه ښار کي ډیري سیمي په خپلسري ډول ویشل سوي او غصب سوي دي د کرنیزو توکو د پاره مځکه د ښار په زړه کي نه سي په نښه کولاي.

تردې وړاندي هم هټیوالو ورته اعتراضونه کړي وه.

داچي لښکرګاه ښار د مساحت له پلوه کوچنی دی او د اوسیدونکو شمیر یې زیات دي ورځ تر بلي د مځکو ستونزي رامځته کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...